تازه خبرونه
په هلمند کې د عملیاتو پر مهال ۴۰ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي
د هلمند ولايتي شورا غړى عبدالمجيد اخندزاده وايي، د دوشنبې پر شپه د واده پر مراسمو هوايي بريد شوى، چي په کي ٤٠ کسان وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
هغه زیاته کړې، چې ډېري قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د هلمند والي وياند عمر ځواک ويلي؛ دغه برید د موسا کلا ولسوالۍ په تخت پل سیمه کې پر وسلوالو مخالفانو تر سره شوي، چې په کې د القاعده په ګډون ۱۴ کسان وژل شوي او څلور ښځې ژوندۍ نیول شوي، چې پر اردو ژبه خبرې کوي.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې په ډاګه کړې، چې افغان هوایي ځواک د هلمند په موسا کلا ولسوالې کې د بهرنیو طالبانو پر غونډه برید کړی دی.
د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛ په موسا کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال دوه ویشت بهرني طالبان وژل شوي او ۱۴ نور ژوندي نیول شوي، چې پېنځه یې پاکستاني او یو یې بنګلدیشي دی.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په عملیاتو کې د وسلوالو یوه زیرمه هم له منځه وړل شوې ده.
دفاع وزارت دا هم ویلي، چې د ملکي وګړیو د مرګ و ژوبلې ادعا به وڅېړل شي.
د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړي هم وايي، چي په دې بريد کې ټول ملکي کسان وژل شوي دي.
طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د ۰۳ قطعې په عملیاتو کې ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.