تازه خبرونه

په هلمند کې د طالبانو له بنده ۱۳ کسان خوشې شول

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د هېواد د ځانګړیو ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو له زندان څخه ۱۳ کسان خوشې شوي دي.

د کوماندو ځانګړیو د عملیاتو قول اردو په ډاګه کړې، چې دغه عملیات د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ د دین محمد د کلي په اړوند سیمه کې تر سره شوي دي.

یادې قول اردو د خوشې شویو کسانو د پېژندنې په اړه څه ندي ویلي؛ خو په خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له زندانونو لسګونه کسان ژغورل شوي او دا لړۍ روانه ده.

طالبانو تر دې دمه  په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version