تازه خبرونه
په ننګرهار کې چاودنې ۳۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږياڼي زیاته کړې؛ چاودنه د ملي اردو د جلب او جذب کاستر موتر ته نږدې په درول شوي زرنج موتر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له کبله رامنځته شوې، چې په کې لس ملکي وګړي وژل شوي او ۲۷ کسان ټپيان دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې ټپيان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوي، چې د یو شمېر ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
د پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.
خبریال: رحمت الله زیارمل