تازه خبرونه
په ننګرهار کې د جمعې د لمانځه پر مهال له ۹۸ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
عیني شاهدان وايي، لومړی یو پړک پورته شو او ورپسې درنده چاودنه وشوه، چې ورسره سم د جومات چت راپریواته او په جومات کې له لمونځ کوونکيو څخه لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.
د سیمې اوسیدونکی واک خان وایي، چې په جومات کې دننه ټول لمونځ کوونکي وژل شوي او بشپړ شمېر یې نه معلومیږي اونه د پېښې د بڼې په اړه څه ویلی شو.
د ننګرهار د عامې روعتیا مطبوعاتي مسوول ظاهرعادل ويلي، د پېښې له ځای څخه تراوسه ځايي او ولایتي روغتونونو ته ۲۵ مړي او ۵۰ ټپیان رسیدلي؛ خو په وینا یې دا وروستي ارقام ندي او نور هم پر لاره دي.
د ځايي روغتونو د مسوولې قراردادي ادارې د اړیکو مسوول حاجي جمیل وايي، تراوسه د دوی روغتونو ته ۳۸ جسدونه او ۵۵ ټپیان وروړل شوي.
هغه زیاته کړې؛ د ټپیانو له لیدو څرګندیږي، چې پېښه د جومات په منځ کې د چاودنې له کبله رامنځته شوې.
په لومړي سرکې د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي وه، چې پر جومات د هاوان مرمۍ لګیدلې؛ خو اوس وايي، چې په جومات کې د ننه ځاي پرځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنې کړي.
د یادونې ده، چې د پېښې سیمه څو اوونۍ وړاندې د ځايي پاڅونوالو او افغان ځواکونو په عملیاتو کې له داعش نیول شوې ده.
طالبانو پېښه غندلې او داعش تر دې دمه د پېښې په اړه څه ندي ویلي.
خبریال: رحمت الله زیارمل