تازه خبرونه
په ننګرهار کې چاودنو ۳۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، په دې بريد کې د صفر دوه قطعې ۳ سرتېري او دوه ملکي وګړي وژل شوي او د صفر دوه قطعې ۶ سرتېري او ۲۲ ملکي وګړي ټپيان دي.
د بريد سيمه د صفر دوه قطعې ځواکونو کلابنده کړې او هیچا ته د ورتګ او تصوير اخیستلو اجازه نه ورکول کېږي.
طالبانو د یاد برید پړه پر غاړه اخیستې څرګندوي، چې ګڼو سرتېرو ته یې مرګ و ژوبله اړولې او یو شمېر وسایط یې هم ویجاړ شوي دي.
دغه راز ماښام مهال د څلورمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې ژیړ جومات ته نږدې د عامه نطم د سرتېرو پوستې ته نږدې ځای پر ځای شویو چاودیدونکیو توکو چاودنه کړې.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ويلي، چې په دې پېښه کې د عامه نظم دوه سرتېري وژل شوي او دوه سرتېري او څلور ملکي وګړي ټپيان دي، چې ټول د ننګرهار سيمه یيز روغتون ته لیږدول شوي دي.
د دې پېښې مسوولیت تر دې دمه چا پر غاړه ندی اخیستی.
خبریال: رحمت الله زیارمل