تازه خبرونه
په کونړ کې د پاکستانیو ځواکونو پر ډزو دوه ملکي ګړي وژل شوي
د افغان پوله ساتو ځواکونو او پاکستاني ملیشو تر منځ نښته د یکشنبې پر ورځ( د لړم ۵) پیل شوې او له لنډې دمې وروسته د دوشنبې پر سهار بیا پیل شوه.
د دې نښتې دلیل د پاکستانيو ملیشو لخوا په دې ولسوالۍ کې د پوستې جوړول یاد شوي دي.
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال وایي، د پاکستانيو ځواکونو په توغندیزو بریدونو کې یو شمې عامو خلکو ته مرګ و ژوبله اوښتې، چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه نښتې پاکستنانيو ملیشو پیل کړې دي.
د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکي وايي، د پاکستانيو ځواکونو توغندیزو بریدونو نور ستړي کړي او حکومت دې د دې حالت مخنیوی وکړي.
افغان ځواکونو او پاکستانيو ملیشو وړاندې له دې هم د پاکستانيو ځواکونو لخوا د سرحدي سرغړونو له کبله په خپلو کې نښتي دي.
خبریال: رحمت الله زیارمل