تازه خبرونه
په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو پرکاروان ماین چاودنه شوې
تېره شپه يوه بجه د ننګرهار ولایت د غني خېلو په کاميزای سيمه کې د بهرنیو ځواکونو پر زغره وال ټانک چاودنه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي پېښه تائید کړې او وایي، چې په پېښه کې بهرنیو ځواکونو ته د رامنځته شویو ځاني تلفاتو په اړه بشپړ معلومات تر لاسه شوي نه دي.
نوموړي زیاته کړې، چې له چاودنې وروسته د بهرنیو ځواکونو پر ډزو یو ملکي وګړی له خپلو دوه ماشومانو سره وژل شوي دي.
د سیمې اوسیدونکیو په ډاګه کړې، چې د سړک غاړې د ماين له کبله د امريکايي عسکرو ټانک په بشپړه توګه ويجاړ شوی او په کې سپاره کسان وژل شوي دي.
طالبانو د دې بريد مسووليت منلی او رسنیو ته یې په ډاګهخ کړې، چې په غني خېلو کې د سړک غاړې په ماین چاودنه کې د امریکایي ځواکونو ۵ سرتېري وژل شوي دي.
د سیمه ییزو چارواکو په وینا؛ د پېښې په اړه څېړنې روانې دي.
په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ دغو ځواکونو پېښه منلې؛ خو په ډاګه شوې، چې په کې بهرنیو ځواکونو ته ځاني زیان نه دی رسدلی.
په خبرپاڼه کې د دوی لخوا د یو ملکي ګړی او دوه ماشومانو وژل رد شوي دي.
وړمه ورځ هم د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې د ملي اردو د يوه سرتېري پر ډزو درې امريکايي سرتېري وژل شوي وه او یو ټپي و. سپينې ماڼۍ او پنټاګون هم منلې وه، چې د افغان سرتېري په بريد کې درې امريکايي پوځيان وژل شوي؛ خو د ننګرهار ولايت رسنيز دفتر يوازې د دوه امريکايانو وژل تائید کړي وه.