پرمختګ او بشپړتیا

په لومړي ځل په هېواد کې یوه سوداګریزه سړخونه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په لومړي ځل په هېواد کې یوه ستره سوداګریزه سړخونه د پېنځه میلیون دالرو پر ارزښت جوړه شوه، چې په یو وخت کې به د پېنځه زره ټن تازه میوې د ساتنې وړتیا ولري.

د غه سړخونه، چې په نړیوال معیار برابره ده؛ کو لي شي تر شپږ میاشتو پورې په زرګونه ټن تازه میوه او سابه وساتي.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ یاده سړخونه د خصوصي سکتور لخوا د پېنځه میلیو ن دالرو پر لګښت جوړیږې، چې د یوې برخې چارې يي بشپړه شوي او پر نورو برخو يي کار روان دی.

دا په هېواد کې لومړني سوداګریزه سړ خونه ده، چې له بشپړیدو سره به يي ۵۰۰۰ ټن تازه میوو د ساتني ظرفیت ولري او دمګړۍ هم په کې ۲۰۰۰ ټن تازه مڼي ځای پرځای شوي دي.

پانګوال حبیب رضايي وایي؛ مونږ به د هېواد په شل نورو ولایتونو کې هم دې ته ورته نورې سړخونې  جوړي کړو، چې د خپل هېواد محصولاتو ساتنه وشي.

د نوموړي په خبره؛ مونږ کولی شو انګور درې میاشتې، انار ، مڼې او مالتې شپږ میاشتې او رومي دوه میاشتې وساتو .

د هېواد د تازه میوې د صادروونکیو ټولنې مسوولینو ويلي، چې دا سړخونې کولی شي، چې د هېواد تازه میوې له روان بحرانه وباسي؛ خو شمېر یې باید ډېر شي.

د تازه میوې د صادروونکیو ټولنې مرستیال میروایس حاجې زاده ویلي، چې زمونږه تازه میوه ډیره ده؛ خو د سړخونو د نشتون له کبله مو میوې خرابیږي. دا یو نیک کار دی او باید نورې سړخونې هم جوړې شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولین هم د سوداګریزو سړخونو د جوړیدو هرکلی  کوي او وایي، چې خصوصي سکتور به نورهم په دې برخه کې پانګونې ته وهڅوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزرات ویاند سمیر رسا ویلي؛ مونږ د خصوصي سکتور له دې ګامه هرکلی کوو، چې دغه سړخونه یې جوړه کړې. مونږ له خصوصي سکتوره غواړو، چې د سړخونو جوړول روان وساتي او پانګونه پرې وکړي.

د یادونې وړده، چې اوس هم زمونږ ډېري هېوادوال د سوداګریزو سړخونو د نشتون له کبله په تلخونو کې خپل صادرا تي توکې ساتي. 

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version