تازه خبرونه

په لوګر کې له ۵۴۶ ماشوم زدکوونکيو بده جنسي ګټه پورته شوې- ګاردین ورځپاڼه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بریتانیایي ګارډین ورځپاڼې په ډاګه کړې؛ د لوګر مدني شبکې د بچه بازانو یوه کړۍ، چې د پېنځه سوه شپږ څلویښت زدکوونکیو جنسي ځورونه یې کړې، پیدا کړې.

د ګاردین د څرګندونو له مخې؛ په لوګر کې ماشوم زدکوونکي د جنسي تېریو ښکار شوي د بچه بازانو یوې ډلې د لوګر په ۶ ښوونځیو کې له ۵۴۶ هلکانو ناوړه ګټه پورته کړې.

مدني فعالانو ویلي؛ پدې اړه په ټولنیزو شبکو کې د جنسي ځورونو د ویډیوګانو له خپریدو وروسته ځینو کورنیو خپل قرباني شوي هلکان وژلي او ۲۵ نورو له کورونو تېښته کړې ده. په قربانیانو کې یو ۱۳ کلن او یو بل پېنځلس کلن هلکان هم شته؛ خو د عاملانو هویت تر دې دمه څرګند شوی ندی.

د لوګر پوهنې ریاست دا خبر رد کړی او په دې برخه کې یې د کره اسنادو او شواهدو غوښتنه کړې. د

د  لوګر د ولایتي شورا غړی محمد صدیق قسیم خوشیوال  ویلي، چې دا یو تکان ورکوونکی خبر دی. په لوګر کې د اخلاقي مفاسدو ګراف ډېر ټیټ دی.         

د ګاردین د راپور په یوه برخه کې ویل شوي مدني ټولنو، د لوګر د ټولنیزو او مدني ځوانانو موسسې په ټولنیزو شبکو کې د څه باندې سل ویدیوګانو له کشف وروسته د ناوړه استفادو کچه افشا کړه.

دا بنسټ د لوګر د نورو لیسو په اړه هم څېړنه کوي او باور لري، چې ممکن زرګونه نور ماشومان هم له ورته ځورونو سره مخ شوي وي.

لوګر ولایت د پوهنې رییس عبدالوکیل کلیوال ویلي؛ دا راپور بې بنسټه دی او له بریتانیایي ورځپاڼې ګاردین څخه غواړو، چې د لوګر له خلکو بښنه وغواړي.

د ګاردین رپوټ پوهنې وزارت هم ردوي او زیاتوي؛ که د وزارت د کارکوونکیو پر وړاندې کوم شکایت ثبت شوی وي، څېړل کیږي. که ښوونکي له زدکوونکیو سره ناسم چلند ولري؛ د قانون له مخې به په سزا ورسول شي.

انځور:له ټولنیزو شبکو څخه.

Trending

Exit mobile version