تازه خبرونه
په ننګرهار کې د دوه کورنیو له نښتې ۱۴ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي ويلي، له دواړو کورنيو نهه کسان وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پېنځه کسان له يوې او څلور له بلې کورنۍ وژل شوړي دي.
نوموړى دا هم څرګنده کړې، چې، ټپيان د درملنې لپاره د ننګرهار سيمه یيز روغتون ته لیږدول شويدي.
د ښاغلي خوږیاڼي د څرګندونو له مخې؛ د پېښې د تورنو کسانو د نيولو لپاره په سيمه کې پوليسو عمليات پيل کړي.