تازه خبرونه

په لوګر ولایت کې پر زدکوونکیو د جنسي ځورونې ادعا د کډوالۍ لپاره وه-ملي امنیت

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د ملي امنیت عمومي ریاست ویلي، چې په لوګر ولایت کې پر زدکوونکیو د جنسي ځورونې ادعا د کډوالۍ لپاره وه.

د ملي امنیت ریاست د سې شنبې پر ورځ(د لیندۍ ۵) په ډاګه کړې، چې د لوګر ولایت په ښوونځیو کې پر زدکوونکیو د جنسي ځورونې د ګزارش له کبله د (  محمد موسی محمودي) او همکارانو ژوند یې له ګواښ سره مخ و او له همدې کبله دغه ریاست خوندي ځای ته لیږدولي وه.

د یاد ریاست په خبرپاڼه کې راغلي؛ د محمد موسی محمودي له خبرو په ډاګه شوې، چې نوموړی د خپلې ادعا لپاره ثبوت او اسناد نلري او په ناپوهۍ یې دغه ډرامه جوړه کړې، چې د خپلې کورنۍ لپاره بهر ته د تګ او کډوالۍ غوښتنلیک وړاندې کړي.

محمد موسی محمودي او احسان الله  حمیدي په لوګر کې د زدکوونکیو د جنسي ځورونې په اړه څېړنې کړي او دا ستونزه یې رسنیو ته وړاندې کړې وه.

اوس موسی محمودي په یوه انځوریزه وینا کې ویلي، چې دا څېړنه مو ناسمه وه، بشپړه او وروستۍ نه وه… ما له رسنیو سره مرکه کړې او دا یوه تېروتنه ده. زه له خپلو خلکو، حکومت او له ټولو هغو کسانو، چې دا یې په رسنیو کې لیدلي، اوریدلي او اندېښمن شوي؛ بښنه غواړم.   د ملي امنیت خبر پاڼې زیاته کړې، چې د موسی محمودي دغه ادعا بې بنسټه او بې اسنادو وه او د یو شمېر زدکوونکیو ژوند یې له یو لړ ګواښونو سره مخ کړی دی.

کورني او بهرني مدني بنسټونه دوی د بشر حقونو مدافع بولي او ویلي یې دي، چې موسی محمودي او احسان الله حمیدي د لوګر د مدني ټولنې غړي او د پکتیا پوهنې ریاست غړیتوب لري. دوی له ګارډین ورځپاڼې سره په خبرو کې د ماشومانو د جنسي ځورونو خبرې کړي او په هیڅ راز باید په بند کې ونه ساتل شي.

د بریتانیا ګاردین ورځپاڼې د لړم پر ۲۳ د نومبر پر ۱۴ په خپل یو راپور کې څرګنده کړې وه، چې په لوګر ولایت کې له ۵۰۰ ډېر زدکوونکي د ښوونکیو، سرښوونکیو او سیمه ییزو چارواکو لخوا له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.  

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بښنې نړیوال سازمان ویلي وه، چې ملي امنیت د لوګر ولایت د بشرحقونو ساتونکي هر یو موسی محمودي او احسان الله حمیدي د نومبر پر ۲۱ چې د لړم له ۳۰ سره سمون خوري هغه مهال پخپل سر نیولي، چې دوی غوښتل په کابل کې د اروپا اتحادیې له سفیر سره وویني.

Trending

Exit mobile version