تازه خبرونه
په هلمند کې موتر بم چاودنې لس سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې
د سرچینو د څرګندونو له مخې؛ نن سهار لس بجې د نادعلی ولسوالۍ د تورپل په سیمه کې د کامران پر پوځي مرکز له چاودیدونکيو توکو حخه د ډک مازدا موتر چاودنه شوې ده.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک د چاودنې رامنځته کیدل مني؛ خو د تلفاتو په اړه دېر څه نه وایي.
د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې د چاودنې رامنځته کیدل منلي او څرګندوي، چې نن سهار لس بجې یو ځانمرګی، چې پر موتر سایکل سپور و او غوښتل یې ، چې د ۲۱۵ قول اردو د درېیمې لوا د لومړي کنډک پر یوه پوسته برید تر سره کړي؛ خو کله، چې اړوند پوستې ته نږدې کیږي؛ د ملي اردو ځواکونه یې پېژني او پرې ډزې کوي او همدلته ځانته چاودنه ورکوي.
د یاد وزارت د څرګندونو له مخې په دې چاودنه کې ۵ سرتېري وژل کیږي او ۴ نور ټپیان دي.
طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د پېښې مسوولیت منلی؛ خو د تلفاتو په اړه څه نه وایي.
هلمند د جنوبي ولایتونو یو ناامنه ولایت دی، چې په یو شمېر سیمو کې یې طالبان پراخې هڅې تر سره کوي.