تازه خبرونه

په هلمند کې طالبانو ۱۴ سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

امنیتي چارواکو ویلي، په هلمند کې وسلوالو طالبانو د ملي اردو پر یوه پوسته لومړی چاودنه کړې او بیا پرې وسلوال برید تر سره شوی دی.

د چارواکو د څرګندونو له مخې په دې برید کې لس سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي..

په هلمند کي د ٢١٥ ميوند قول اردو قومندان جنرال ذبيح الله مومند ويلي؛ دغه بريد د شنبې پر شپه وسله والو طالبانو د ملي اردو يوې پوستې ته د تونل له وهلو سره تر سره کړى، چي په پایله کې يې د ملي اردو لس تنه سرتېري وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزي څرګنده کړې، چې په امنيتي ځواکونو کي د کشفي برخي کمزورتيا د دې لامل شوې، چي په ډليزه توګه ترې سرتېري ووژل شي.

هغه زیاته کړې؛ تر هغې، چي په پوځ کي کشفي برخه پياوړې نشي د ورته پېښو مخنيوى ناشونى دى.

طالبانو ویلي، چې په دې برید کې ۲۶ سرتېري وژل او یو شمېر وسلې او تجهیزات یې هم وړي دي.

دا لومړى ځل ندى، چي په سنګين ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته زياته مرګه و ژوبله اوړي. له دې مخکې هم په دې ولسوالۍ کي ورته پېښي را منځته شوي، ګڼشمېر سرتېرو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

Trending

Exit mobile version