تازه خبرونه
په ننګرهار کې د کسبګرو او اصنافو خونه پرانستل شوه
ننګرهار یو له مهمو اقتصادي ولایتونو څخه دی؛ خو دمګړۍ په جلال آباد کې د اصنافو او کسبګرو درې خپلسرو اتحادیو د حکومت له سرخوږیو سره مخ کړی دی.
د افغانستان د کسبګرو او اصنافو خونې مرستیال نورالحق نذیرعمري ويلي، د صنفونو د یوالي او کاروباریانو ته د ښې اقتصادي ودې لپاره یادې اتحادیې د اصنافو او کسبګرو پرخونې بدلې شوې.
د زرګرانو د صنف مشر شریف احمدي ويلي، په جلال آباد کې د پلور خپلسري ډېره شوې ده.
هغه زیاتوي، د توکیو د پلور په ګدوډیو کې د سیمه ییزو چارواکو هم ګټه وه؛ ځکه یې په کې اصلاحات نه پلي کول.
د اصنافو او کسبګرو د خونې موقت مشر عزیزالرحمان عرب وايي، چې درې میاشتې وروسته به د نوې رهبرۍ لپاره أزادې ټاکنې تر سره شي.
په ننګرهار کې دې خونې ته هیلې ډېرې ښوي؛ تازه د کلدارې پر ځای افغانۍ دود شوي، خو د هټیوالو او کسبګرو لخوا خپلسري او په لوړ نرخ د توکیو پلور د دې باعث شوی، چې عام خلک تاواني شي. اوس تمه داده، چې د دې خونې له جوړیدو وروسته به په بازار کې دغه خپلسري یو څه وڅارل شي.
خبریال: رحمت الله زیارمل