تازه خبرونه

په ننګرهار کې ۸ امریکایي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۲۰, ۱۳۹۸)

د افغانستان میشتو امریکایي ځواکونو ویاند په ننګرهار ولایت کې د خپلو دوه سرتېرو له وژل کیدو او او شپږ نورو له ټپي کیدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار ولایتي شورا مرستیال اجمل عمر آریانا نیوز ته ویلي، چې تېره شپه/ د سلواغې ۱۹ اته بجې د ننګرهار د شېرزاد ولسوالۍ انګړ ته نږدې د ملي اردو د سرتېرو په يوه قرارګاه کې د ملي اردو يو سرتېري پر امريکايي ځواکونو پيکا چلولې، چې له کبله يې اووه امريکايي سرتېري وژل شوي.

اجمل عمر زیاته کړې؛ د امريکايي ځواکونو په ځوابيه ډزو کې د ملي اردو بريد کوونکى سرتېرى وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼي د پېښې پخلى کړی؛ خو پوره معلومات نلري.

د امریکایي ځواکونو ویاند ساني لګیت ویلي، چې په اړوند پېښه کې ۲ امریکایي سرتېري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې مونږ اوس هم د معلوماتو د راټولولو په حال کې یو؛ تر دې دمه د پېښې د رامنځته کیدو انګېزه ښکاره شوې نده او په اړه یې څېړنې روانې دي.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ټپي سرتېري د اړوند ځواکونو په مرکز کې تر درملنې لاندې دي.

ده دا هم ویلي، چې د امریکا د دفاع وزارت د پالیسۍ له مخې د وژل شویو سرتېرو بشپړ هویت به له ۲۴ ساعتونو وروسته په ډاګه شي.

دا په روان کال کې لومړی برید دی، چې په کې افغان سرتېری پر بهرنیو ځواکونو وسلوال برید کوي. له دغو دوه سرتېره سره  سږ کال په افغانستان کې څلور سرتېري وژل شوي دي.

د يادونې ده، چې د تېرو درې مياشتو راپدیخوا د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو پر ضد چاڼيز عمليات روان دي، چې امريکايي ځواکونه يې هم ملاتړ کوي.

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version