تازه خبرونه

په نړۍ کې پرکرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نږدې ۳۰۰۰۰۰ ته ورسید

Published

on

(Last Updated On: وری ۴, ۱۳۹۹)

د روغتیا نړیولې ټولنې د څرګندونو له مخې؛ کرونا ویروس نږدې ۱۳ زره کسان مړه کړي؛  ځکه، نو روغتیایي سپارښتنو ته باید پوره پاملرنه وشي.

په نړۍ کې د کرونا وېروس چټکې پراختیا د هېوادونو مشران اړ کړي، چې له خپلو خلکو د روغتیایي سپارښتنو د رعایت غوښتنه وکړي.

د امریکا ولسمشر له خپلو خلکو مننه کړې او غاړي، چې طبي لارښوونو ته بوره غوږ ونیسي.

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ویلي؛ د فدرال دولت لارښوونې، واټن اخیستل، غیر اړینه سوداګري او د لاسونو بیا ځلي مینځل باید رعایت شي. د دې وېیوس ماتول د هر امریکایي مرستې ته اړتیا لري.

د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي، کوید نولس ویروس د نړۍ ۱۸۶ هېوادونو ته رسیدلی او نږدې ۱۳ زره کسان یې مړه کړي دي.

 د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسون هم خپلو خلکو ته سپارښتنې کړي او وایي: طبي سپارښتنې وڅارئ،  له غونډو لیرې شئ. زه دا سپارښتنې جدي نیسم، تاسې یې هم وڅارئ؛ ځکه په رښتیا مهمې دي.

په داسې حال کې، چې په نورو هېوادونو کې دا ویروس د پراختیا په حال کې دی؛ خو په چین کې، چې دې وېروس سر را پورته کړی نور پرې د چا د اخته کیدو خبر نشته.

داکتران، چې له دې ویروس سره د مقابلې په حال کې و؛ خپلو کورونو ته د بېرته ستنیدو ر مهال له داسې هر کلي سره مخ کیږي:

روغتیایي کارکوونکی کوهوی وایي: زه اوس ډېر حیران یم، په پای کې مونږ کور ته را وګرزید؛ دا هغه تجربه وه، چې د عمر تر پایه به مې په یاد وي.

دا مهال ایټالیا، چین او اسپانیا هغه هېوادونه دي، چې په کې پدې ویروس ډېر کسان اخته او دا راز ترې  ډېر نورمړه شوي دي.

Trending

Exit mobile version