تازه خبرونه
په هېواد کې د کرونا ویروس شمېر ۶۰۷ ته پورته شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت څرګنده کړې؛ په تېرو څلیریشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۵۲ مثبت پېښې ثبت شوي، چې شمېر یې ۶۰۷ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وایي: په هر ځای کې، چې د کرونا مشبته بېښه وي له تبعیض پرته وردانګو او هر افغان ته په هر ځای او سیمه کېو چې وي په یوه سترګه ګورو.
د کورنیو چارو وزارت ویلي؛ په ښار کې یې پر ګرځیدو محدودیتونه سخت کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي، چې د کابل پولیسو دنده ده، چې د خلکو د تګ راټګ مخه ونیسي او دغه راز کابل ته پر راتلو او وتو هم بندیز لګیدلی دی.
اروپایي ټولنه وایي، دا مرسته به په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو او د ډېروالي د مخنیوي او له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو کډوالو په اړه ولګول شي.
د دوی د څرګندونو له مخې: اروپایي ټولنه په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي هرډول هڅو ته دوام ورکوي. له دغه ویروس سره مبارزه باید یوازې په افغانستان کې وي. زمونږ مرستې په داسې حال کې ډیریږي، چې د افغانستان له سیاسي رهبرانو څخه یوې هوکړې ته رسیدل غواړو او په جګړه کې ښکېلې خواوې هم باید اوربند وکړي.
د عامې روغتیا وزارت په ډاګه کړې، چې تراوسه په هېواد کې د کووید ۱۹ یا کرونا ویروس په ناروغۍ ۱۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ نور روغ شوي دي.