تازه خبرونه
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ ته رسیدلی
د عامې روغتیا وزارت وایي، له تېرو څلیریشت ساعتونو څخه په یوولس ولایتونو کې د کرونا اویا مثبتې پېښې ثبت شوي، چې تر اوسه له دې ویروسه ۲۵ کسان مړه دي؛ ۴۳ کسان بېرته ترې رغیدلي او د هېواد له زندانونو هم د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره ۲۵۳ بندیان راخوشې شوی دي.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس اویا تازه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې ۳۱ یې د کابل، ۲۲ د هرات، ۳ د کندهار، ۳ د غزني، ۲ د میدان وردګ، ۲ د کونړ، ۲ د ننګرهار، یوه د فاریاب، یوه د روزګان، ۲ د نیمروز او یوه د بغلان ولایتونو دي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د کرونا پر ویروس د اخته کسانو شمېر ۷۸۴ ته رسیدلی دی.
په کرونا اخته درېیم ډاکټرهم ژوند له لاسه ورکړ؛ ډاکټر اقبال عمري د کابل په یوه روغتون کې د ماشومانو د جراحي متخصص په توګه دنده تر سره کوله، چې یوه اوونۍ مخکې پر کرونا اخته شوی و او د چارشنبې پر ورځ د افغان – جاپان په روغتون کې ومړ.
دا راز یو اتیا کلن سړی هم په هرات کې مړ شوی، چې مړه شوي پېنځه ویشت کسانو ته ورسیدل؛ خو له دې ناروغي دري څلویښت نور ښه شوي دي.
د زندانونو د تنظیم چارو لوی رییس راشد توتاخېل ویلي؛ په زندانونو کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د څرخي پله له زندانه ۲۵۳ بندیان آزاد شول.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د هېواد له زندانونو تر اوسه د ولسمشر د فرمان له مخې، له پېنځه زره ډېر بندیان د هېواد له زندانونو خلاص شوي او دا لړۍ روانه ساتل شوې ده.
