تازه خبرونه

په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۹۶ ته پورته شو

Published

on

د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې له تېرو ۲۴ ګړیو راپدیخوا په افغانستان کې د کرونا ویروس ۶۳ نوې مثبتې پېښې وموندل شوې، چې ۳۱ یې په کابل او پاتې په نورو ولایتونو کې دي.

دعامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز د یکشنبې پر ورځ د ورې ۳۱ په کابل کې خبریالانو ته په ډاګه کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو سره په هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۹۶ ته رسیدلی، چې ۳۱ مثبتې پېښې یوازې په کابل کې ثبت شوې دي.

دغه راز هرات، چې په کې په لومړي ځل د کرونا مثبته پېښه لیدل شوې؛ ۴ نوې مثبتې پېښې لري.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویلي، چې په دې ولایت کې ۴۸ د کرونا ویروس شکمنې نښې اخیستل شوي، چې په کې د درې میرمنو او یو نرینه په ګډون ۴ مثبتې پېښې ولیدل شوې.

د عامې روغتیا د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه پر کرونا ویروس ۳۲ اخته کسان مړه او ۱۳۱ نور روغ شوي دي.

په ولسي جرګه کې د بحثونو ستره برخه د کرونا ویروس د پراختیا پر اندېښنې راڅرخي.

د مشرانو جرګې غړي محمد نادر بلوچ ویلي، د دې ویروس د مخنیوي لپاره پوره طبي امکانات هم نشته.

حکومت ویلي؛ لومړیتوب یې له کرونا سره مبارزه ده. له همدې کبله یې په وروستیو کې د تجرید مرکزونو او لابراتوارونو پر جوړولو ډېر ټینګار کړی.

خلک د کرونا ویروس د تشخیص د کیتونو پر نشتون او د تشخیص په بهیر کې د ځینو دولتي چارواکو پر زورواکۍ نیوکې کوي.

دا په داسی حال کې ده، چې تر دې دمه په چین کې ۸۳۸۰۴ ، په روسیه کې ۳۶۷۹۳ ، په قزاقستان کې ۱۶۶۱، په قرغزستان کې ۵۵۴ او ازبکستان کې ۱۴۹۵ کسان له کرونا ویروس څخه رنځ وړي.

Trending

Exit mobile version