تازه خبرونه
په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۲ ته پورته شو
د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ له تېرو څلیریشت ګړیو راپدیخوا د کرونا ویروس ۱۰۶ مشبتې پېښې، چې ۲۱ یې په هرات کې، ۵۳ په کندهار، ۱۵ په کندوز کې، ۶ په کابل کې، ۴ په لوګر کې، ۳ په پکتیا کې، یوه په تخار کې، یوه په جوزجان کې او ۲ په لومړي ځل په پنجشیر کې ثبت شوې دي.
که څه هم د عامې روغتیا وزارت وایي په تيرو څلور ویشتو ساعتونو کې په هیواد کې په کرونا ویروس هیڅوک ندي مړه شوي؛ خو په ټول هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۲۸۲ ته رسیدلی دی.
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز زیاته کړې، چې تر اوسه په هېواد کې د کرونا ویروس له کبله ۴۰ کسان مړه شوي او ۱۷۷ نور ترې روغ شوي دي.
له بلې خوا په داسې حال کې، چې د کورنیو چارو وزارت هره ورځ په ښار کې پر ګرځیدو د محدودیتونو له سختولو خبره کوي؛ خو داسې ښکاري، چې خلک دغه خبرداري ته پام نکوي.
په پنجشیر کې په لومړي ځل د دوه پېښو له ثبتیدو سره اوس یوازنی ولایت، چې د کرونا ویروس مثبت پېښه نلري نورستان دی.
که څه هم د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې پر ورځ ټینګار وکړ، چې په کابل ښار کې به پر ګرځیدو محدودیتونه نور هم سخت کړي؛ خو داسې ښکاري، چې خلک دې موضوع ته پام نکوي.