تازه خبرونه

په لوګر کې طالبانو د پولیسو یوه پوسته نیولې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۱, ۱۳۹۹)

د لوګر د ولایتي شورا مشر حسیب ستانکزي آریانانیوز ته ویلي؛ تېره شپه وسلوالو طالبانو د بره کي برک ولسوالۍ د پولیسو پر سنګ مرمر نومې پوسته ډله ییز برید کړی، چې د یادې پوستې ۵ پولیس وژلي او ۴ نور یې له ځان سره ژوندي بیولي.

 ستانکزي زیاته کړې، چې د مرکز پل عالم اړوند نور سیمو کې هم وسلوالو طالبانو تېره شپه بریدونه کړي، چې دواړو لوریو ته ځاني زیانونه اوښتي؛ خو کره شمېر یې تر دې دمه څرګند شوی ندی.

د لوګر والي ویاند دیدار لونګ څرګنده کړې؛ تېره شپه طالب وسلوالو د برکي برک ولسوالۍ اړوند د سنګ مرمر سيمې پر امنيتي پوستې بريد کړى، چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۷ طالب وسلوال وژل شوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛  د دغې نښتې پر مهال څلور تنه پوليس هم وژل شوي او د دوښمن دا ادعا ، چې پوستې سقوط کړى حقيقت نلري.

هغه دا هم ویلي، چې د جګړې له پای ته رسیدو وروسته د طالب وسلوالو جسدونه هم په سيمه کې پاتې دي.

د یو بل خبر له مخې؛ د لوګر د جمع کلا په اړوند سیمه کې ۱۲ طالب وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر والي ویاند دیدار لونګ ویلي؛ تېره شپه طالب وسلوالو د لوګر ولایت مرکز اړوند په جمعه کلا سیمه کې د ملي امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید پلان درلود؛ خو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د هوایي ځواک پر ملتیا د دغو بریدونو مخنیوی کړی دی.

د لوګر ولایت د رسنیو مرکز په ډاګه کړې، چې له جګړې وروسته ۱۱ وسلوال طالبان د يو طالب قومندان قاري زبير په ګډون وژل شوي او یو يې ټپي دى.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ افغان ځواکونو يو میل پیکا او يو میل کلاشینکوف ترې تر لاسه کړي او يو شمېر وسلې او مهمات يې په بشپړ ډول له منځه وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د والي ویاند دیدار لونګ د دې ولایت د ولایتي شورا د مشر ستانکزي هغه څرګندونې او د پوستې سقوط رد کړی، چې په برکي برک کې یې د یوې پوستې له سقوط خبر ورکړی و.

د لوګر امنیتي مسوولینو تر اوسه د یادو پېښو په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو خلکو د لوګر ولایت پر امنیتي وضعیت بېلابېلې اندېښنې په ډاګه کړي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version