تازه خبرونه

په هلمند کي موټر بم بريد ۹۰ ډېرو کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د هلمند والي وياند وايي، چي د روژې پر ٢٧ د غرمې ۱۲ بجې د مرکز لښکرګاه ښار د نوي کابلبانک د څانګي مخي ته پر هغو پوليسو او ملکي وګړیو موتربم چاودنه تر سره شوه، چي خپلي تنخواګاني يې اخيستې .

هغه په ډاګه کړې، چې په ياد بريد کي ۳۰ کسه وژل شوي او له ۶۰ ډېر نور ټپيان دي؛ خو دا، چي ډېري قربانیان په بريد کي سوځيدلي اوس يې هم د هويت په اړه معالومات نشته، چي څو کسه يې پوځیان او څو يې عام وګړي دي .

د دغه ولایت د والي ویاند عمر ځواک زیاتوي؛ د ځينو زخميانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی، چي اوس د ولايت په ايمرجنسي روغتون کي تر درملني لاندي دي .

د يادونې وړ ده، چي تېر دوه کلونه هم د روژې پر ٢٧ ورځ د کابلبانک مخي ته د موتر بم چاوني شوي دي، چي له سل ډېرو کسانو ته په کي مرګ و ژوبله اوښتي او دا دی سږ ني درېیم برید هم درنده مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده .

 د چاودنې پړه طالبانو  پر غاړه اخیستې او ویل شوي، چې موخه یې افغان امنیتي ځواکونه ول.

Trending

Exit mobile version