تازه خبرونه

په هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

 کابل ښاریان وایي، د اختر په رارسیدو د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او دولت د بیو په کنترول کې کمزوری بولي.

په وروستیو کې وزګارتیا او بېوزلي د پراختیا په حال کې ده؛ خو بازارونو کې بیا حالت بل ډول دی؛ د اختر په را رسیدو د خوراکي توکو په ځانګړي توګه د وچو میوو بیې لوړې شوې دي.

کابل ښاریان، چې د پېر لپاره ښار ته تللي د خوراکي توکو د بیو پر لوړوالي اندېښمن شوي دي.

په کابل ښار کې د خوراکي توکو پېریدونکی حشمت الله وایي، له تېرې یوې اوونۍ راپه دیخوا بیې لوړې شوې دي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې د ویاند صیام پسرلي په باور د تقاضا زیاتوالی او د بازار اقتصاد او د صادروونکیو هېوادونو لخوا د خوراکي توکو د بیو ټاکل د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي عوامل دي.

کابل ښاریان وایي؛ کله، چې د توکو بیې لوړې شي، تر ډېره همداسې لوړې پاتې وي او دولت د دې حالت په ژر بدلولو کې پاتې راځي.

دا په داسې حال کې ده، چې په روانه اوونۍ کې د هند او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ هوایي دهلیز پرانستل شو او لومړنۍ الوتنه هم افغان سوداګرو تر سره کړه. هند ته له دغه هېواده وچه میوه ډېره صادریږي.  

Trending

Exit mobile version