تازه خبرونه

په قومي نوم سیاست کوونکي، افغانستان د تاریخ کندې ته غورزوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د احمد شاه مسعود بنسټ رییس، چې د سید حسین انوري په لومړني تلین کې خبرې کولې؛ خبرداری ورکړ: کوم کسان، چې په قومي نوم سیاست کوي، افغانستان د تاریخ کندې ته غورزوي.

په دې مراسمو کې سید حسین انوري د ملي یووالي سمبول یاد شو او ویناوالو په ډاګه کړه، چې، هغه د سمونونو د راوستو پلوی و او د عدالت لپاره یې سخته مبارزه کړې ده؛ خو تر څنګ یې پر روانو حالاتو هم بحث وشو.

د احمد شاه مسعود بنسټ رییس احمد ولي مسعود ویلي؛ په خواشینۍ، چې نن قومي، ژبنیو او مذهبي تضادونو ته هغه خلک لمن وهي، چې نه غواړي افغانستان پرمختګ وکړي. دا ډېر زیانمن کار دی، چې هېواد مو د تاریخ کندې ته ورټیلوهي.

نوموړی وایي، د هېواد اوسنۍ ناخوالې د ملي وحدت حکومت د هوکړه لیک د نه اجرا له کبله دي.

هغه  د شته ستونزو د حل لپاره د ملي اجماع د جوړیدو وړاندیز کوي، چې د ملي اجنډا په اډانه کې وي.

د سید حسین انوري زوی خلیل انوري وایي؛ د ملي وحدت حکومت په عمل کې داسې یو کار نه دی کړی، چې ډاډمنې پایلې ترې تر لاسه شي. تر هغې، چې کړنې او غوښتنې مو نوې نشي؛ نشو کولی اصلاحات رامنځته کړو.       

خلیل انوري زیاتوي، ټولې هڅې د ملي وحدت حکومت پر جوړیدو راڅرخیدلې؛ خو هغه ائتلاف، چې رامنځته شو، په خواشینۍ، چې د دغه حکومت غوښتنه نه ده. ان دادی حکومت په خپل درې کلن شتون کې هم بریالی نشو، چې د حکومت جوړونې هوکړه پلې کړي.

سید حسین انوري، چې تېر کال په هند کې د ورېیښې ناروغي له امله ومړ، د حامد کرزي په حکومت کې د کرنې او مالدارۍ د وزیر او د هرات د والي په توګه دندې تر سره کړې دي.

Trending

Exit mobile version