تازه خبرونه

په هلمند کی پوځیان پر طالب وسلوالو د هوایي بریدونو غوښتنه کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کی پوځیان وایي، که پر طالب وسلوالو هوایي بریدونه ونه شي؛ دولتي ځواکونه نشي کولی طالبان له ناوی ولسوالی پر شا وتمبوي.

پوځيانو په ډاګه کړې، چې د ولسوالی په څنډو کې د افغان ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ توده جګړه روانه ده او طالبان د ولسوالی په درې کیلو مترۍ کې دي.

پوځیان زیاتوي، چی له هوایي بریدونو پرته دوی نشی کولی، چی ناوه ولسوالی ټوله له وسلوالو طالبانو پاکه کړی.

افغان ځواکونه د وسلوالو طالبانو د ماتولو لپاره په کافی توګه  تجهیزات لری؛ خو د جګړی مدیریت ښه ندی.

طالبانو په روان جنګ کی د خلکو له کورونو څخه د سنګر او له ملکی خلکو هم د ډال په توګه کار اخلي، چی له یوی خوا یی جګړه پڅه کړې او له بلی خوا یی هم د ناوې د خلکو ژوند تریخ کړی دی.

د ناوې ولسوالی نهه میاشتی د وسلوالو طالبانو په ولکه کی وه، چی اوس په کی جګړه روانه ده او افغان ځواکونه د ناوې ولسوالی د پاکولو لپاره را وتلي دي.

Trending

Exit mobile version