تازه خبرونه

په ننګرهار کي د ملي امنیت یو کارکوونکي وژل شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، نن سهار اته بجې د جلال آباد ښار د نارنج باغ په سیمه کی وسلوالو د ملي امنیت پر کارکوونکي ډزې کړې دي.

هغه زیاتوي د ملي امنیت دا کارکوونکی په ټپي حالت کې یو برید ګر هم وژلی او وروسته ده هم د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

سرچینه په ډاګه کوي، چې برید ګر دوه تنه ول، چې یو یې وژل شوی او بل تښتیدلی دی.

کومې وسلوالې ډلې او یا هم چا تر دې دمه د پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Trending

Exit mobile version