تازه خبرونه

په ننګرهار کي شپږ طالبان له داعش سره د همکاری په تور وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کي د دوه قومندانانو په ګډون شپږ وسلوال طالبان له داعش سره د همکاری په تور وژل شوي دي.

د ننګرهار د خوږیاڼو ولسوال سبحان الله وايي، دا دوه قومندانان او څلور نور وسلوال طالبان د دغې ولسوالۍ په کوز او بر بهار(بیار) کي وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، دا کسان په سیمه کې د طالبانو مهم قومندانان ول، چې د وسلوالو طالبانو له خوا له داعش سره د یوځای کیدو په تور تېره شپه یوولس بجې وژل شوي دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version