تازه خبرونه

په ننګرهار کې د امریکايي سرتېرو یوه چورلکه رالویدلې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو په ډاګه کړې، چې نن سهار د ننګرهار ولایت شینوارو ولسوالۍ ته نږدې د امریکايي ځواکونو یوه چورلکه د عملیاتو پر مهال رالویدلې ده.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو د خبرپاڼې له مخې؛ په دې پېښه کې دوه امریکايي عسکر ټپيان شوي دي.

خبرپاڼې په دې اړه نور څه په ډاګه کړي ندي او دا هم څرګنده شوې نهده، چې په دې چورلکه کې  څو کسه سپاره ول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې چورلکه Black Hawk نومېږي او خپله رانسکوره شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړې، چې د سپین غر ولسوالۍ په چهل گزي سیمه کې یوه چورلکه ویشتل شوې او په کې سپاره امریکايي عسکر وژل شوي دي.

Black Hawk هغه چورلکې دي، چې ټاکل شوې افغان ځواکونو ته ورکړشي.

په ننګرهار ولایت کې اچین او د دې ولسوالي اړوند نورې سیمې د داعش ځالې ګڼل کیږي؛ هغه داعش، چې تېره ورځ یې د کابل ښار په زړه کې د عراق پر سفارت وسلوال برید وکړ، چې په کې د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې یو پولیس ټپی شوی او درې بریدګر وژل شوي دي.  

Trending

Exit mobile version