تازه خبرونه

چک هېواد له افغانستان سره د کرنیزو همکاریو ژمنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د چک د کرنې وزیر د پنجشنبې پر ورځ( د زمري ۱۲) په کابل کې د افغانستان د کرنې له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل؛ هېواد یې له افغانستان سره په کرنیزو برخو کې همکاريو ته تیار دی.

د چک د کرنې وزیر مارین جاریکا، چې کابل ته راغلی؛ افغان چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې له افغانستان سره به نه یوازې د کرنې او روزنې په برخو کې همکاري کوي، بلکې امنیتي مرسته هم کولی شي.

د نوموړي په وینا؛ دا زمونږ دنده ده، چې له افغان  دولت ملاتړ وکړو. زمونږ ملاتړ به د کرنې، روزنې او امنیت په برخه کې دوام ومومي. زما د سفر هدف هم دا دی، چې په افغانستان کې له پرمختیايي پروژو خپل ملاتړ اعلان کړم.

د افغانستان د کرنې وزیر اسدالله ضمیر وايي، چې په تېرو کلونو کې د کرنې او مالدارې د ودې لپاره لازم کار نه دی شوی. هغه د کرنې په برخه کې د چک له همکاریو هرکلی وکړ.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ هڅه کیږي، چې چکي پانګوال په کرنیزو برخو کې پانګونې ته وهڅول شي.

د یادونې وړ ده، چې چک هېواد په لوګر ولایت کې یو شمېر کرنیزې پروژې پلې کړې هم دي.  

Trending

Exit mobile version