تازه خبرونه

په ننګرهار کې یو توغول شوي توغندي شپږ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکي وايي، چې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د یو توغندي د لګیدو له کبله د یوې کورنۍ یو کس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی زیاتوي؛ د یادې ولسوالۍ د فتح الله په اړوند سیمه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو په نښته کې د طالبانو یو توغندی د اړوند سیمې پر یوه کور لګیدلی، چې په کې د يوې کورنۍ یو کس وژل شوی او پېنځه نور ټپیان دي.

ټپیان مرکزي روغتون ته لیږدول شوي دي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version