تازه خبرونه

په ننګرهار کې داعشیانو ۴۲ نیول شوي بندیان خوشې کړي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننگرهار ولایت مسوولینو رسنیو ته په ډاګه کړې، چې د قومي مشرانو په هلو ځلو د پچیراگام ۴۲ اوسیدونکي، چې څلور میاشتې مخکې داعش نیولي وه، خوشې کړي دي.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي ویلي، چې راخوشې شوي خلک د ننگرهار په کوټ او هسکه مېنه ولسوالیو کې ساتل کیدل او تېره ورځ له بنده خوشې شول.

د نوموړي په وینا د راخوشې شویو کسانو څخه  ۱۶ یې د هسکې مېنې په اووغز کې او ۲۶ نور د کوټ ولسوالۍ په جنجال غونډۍ سیمه کې ساتل کیدل، چې ټول بندیان خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.

داعشیانو څلور میاشتې مخکې په پچیراگام ولسوالۍ کې له سیمه‌ییزو پاڅون کوونکیو سره له څو ورځنیو نښتې وروسته د  دغې سیمې څه نا څه اتیا کسه له ځان سره بیولي وه، چې اوسمهال نږدې نیمايي ورسره بندیان پاتې دي.

نیول شوي او بیول شوي کسان ټول نرینه( ځوانان، سپین ږیري او کوچنیان)  دي.

د ننگرهار امنیتي چارواکو درې اوونۍ مخکې په هسکه مېنه، کوټ او اچین ولسوالیو کې د داعش پرضد  شاهین ۲۵ نومي عملیات پیل کړي، چې تېره ورځ یې د داعش د شپږ قومندانانو له وژلو خبر ورکړی و.

 داعشانو له سیمه ییزو قومي مشرانو څخه د بندیانو په بدل کې پیسې او جنگیالي غوښتي وه؛ خو تراوسه معلومه شوې نه ده، چې دغه بندیان د کومې معاملې پر سر ازاد شوي دي.

داعش وسلوالو دوه میاشتې وړاندې په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د یوې دیني مدرسې ۱۳ استادان هم تښتولي، چې تراوسه ورسره بندیان دي.

Trending

Exit mobile version