تازه خبرونه

په ننګرهار ولایت کې د داعشیانو مرکزونه بمبارد شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ په بېلابېلو  سیمو کې بهرنیو ځواکونو د داعش څو مرکزونه بمبارد کړي دي.

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشریقوال وايي، په دې بمبارد کې د داعش اتلس جنګیالي وژل شوي او اووه ټپيان دي.

هغه زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې د داعش یو شمېر سپکې وسیلې هم ویجاړې شوي.

تراوسه داعش څه نه دي ویلي.

د یوه بل خبر له مخې تېر ماسخوتن  ناپېژنده وسلوالو د ننګرهار چپریهار ولسوالۍ د ډاکو د کلي د لوی جومات ملا امام مولوي حزب الله پر ډزو وژلی.

Trending

Exit mobile version