تازه خبرونه

په نوي ډیلي کې د افغانستان د ستراتیژیک مشارکت شورا غونډه جوړه شوه

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې نن په نوي ډیلي کې د افغانستان د ستراتیژیک مشارکت شورا غونډه وکړه.  

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وایي، د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د دغه هېواد او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست تر منځ د ستراتیژیک مشارکت شورا په جوړه شوې غونډه کې د هغو څلورو کاري ډلو د چارو ارزونه کیږي، چې د امنیت او سیاست په برخه کې یو کال مخکې جوړې شوې دي.

په پام کې ده، چې د غونډې په پای کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د اړیکو د لاټينګښت لپاره جلا وړاندیزونه هم وکړي.

نوموړی زیاتوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست به د هند له لومړي وزیر او د دغه هېواد د ملي امنیت شورا له سلاکار سره هم وګوري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه احمد شکیب منتظري وايي، چې له پاکستان سره د چین اړیکي د غښتلي کیدو په حال کې دي؛ نو، ځکه هند کوښښ کوي، چې له افغانستان سره ځان نږدې کړي.

د ولسي جرګې غړې سیمین بارکزۍ وایي، د هند او افغانستان له غونډې تمه داسې ده، چې د سیمې له هېوادونو سره د اړیکو توازن ته پام وکړي.

د افغانستان او هند د ستراتیژیک مشارکت شورا غونډه په کال کې یو ځل تر سره کیږي. له دې ناستې هیله داده، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې هڅې ګړندۍ شي او د سولې لپاره هر اړخیزې هڅې تر سره شي.

Trending

Exit mobile version