تازه خبرونه
په ننګرهار کې د ظاهر قدیر د کور پر ساتونکیو د برید مخه ونیول شوه
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په ننګرهار کې هغه کس ووژل شو، چې غوښتل یي د ولسي جرګې د غړي ظاهر قدیر پر ساتونکیو برید وکړي.
د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى وايي، د جلال آباد ښار د لومړۍ ناحيې په اړوند سیمه کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو د استازي عبدالظاهر قدیر کور ته نږدې يو بريدګر، چې غوښتل يې د نوموړي پر ساتونکیو لاسي بم وغورځوي؛ د هغه د ساتونکیو له لوري وژل شوی دی.
د هغه د معلوماتو له مخې دا شخص د عبدالظاهر قدير ساتونکیو له لوري تعقيب شوی و، چې څو ځلې د دوی له مخې تېر شوی او په وروستي ځل يې د بريد هڅه کړې وه.