تازه خبرونه
په هلمند کې یوې ترافیکي پېښی ۱۸ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په هلمند کې یوې ترافیکي پېښې له څلور کسانو ژوند اخیستی او څوارلس نور ټپیان دي.
د هلمند والي ویاند عمرځواک وايي، نن سهار د هلمندـ هرات پر لار په واشیر ولسوالۍ کې یو ۳۰۳ بس چپه شوی، چې څلور کسه په کې مړه شوي او څوارلس نور ټپیان دي.
هغه زیاتوي، ټپیان د ګرشک ولسوالۍ روغتون ته لیږدول شوي دي.