تازه خبرونه

په ننګرهار کې د اووه پاکستانیانو په ګډون ۲۲ وسلوال وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کي چارواکي د عملیاتو په ترڅ کې د اووه پاکستانیانو په ګډون د ۲۲ وسلوالو له وژلو خبر ورکوي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د لعلپورې ولسوالې په بېله سیمه کې تېره شپه په ځانګړیو عملیاتو کې اووه پاکستاني طالبان وژل شوي دي.

هغه زیاتوي، د نازیانو ولسوالۍ په سپینه ژۍ سیمه کې تېره شپه د بې پیلوته الوتکې پر برید د حیدر اورکزي د ډلې ۱۵ داعشیان وژل شوي او قرارګاه یې له منځه وړل شوې ده.

سرچینې دا هم په ډاګه کړي، چې په دې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

داعش تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

Trending

Exit mobile version