تازه خبرونه
په هلمند کې له چاودیدونکیو توکو ډک هاموی او کورولا موتر بمبارد شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
د هلمند والي وياند عمر ځواک وایي، نن سهار د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې يوهاموی او يو کورولا ډوله موتر، چې له چاوديدونکیو توکو ډک ول؛ د ایساف په هوايي بريد کې له منځه وړل شوي دي.
د پوليسو يوه باوري سرچينه، چې د نوم له ښودلو یې ډډه کړې، وايې، د هلمند امنيه قومندانۍ اداري مرستيال عبدالرحيم تېره ورځ د عملياتو پرمهال په نادعلي ولسوالۍ کې ټپي شوی دی.
د هلمند والي وياند عمر ځواک د قومندانۍ د مرستيال سرسري ټپي کيدل مني؛ خو څرګندوي، چې نور په دې اړه معلومات نلري.
ځواک د نادعلي ولسوالۍ او لښکرګاه ښار په شاوخوا کې د عملياتو په اړه وايي، امنيتي ځواکونو ډېر پرمختګ کړی دی، ګڼ وسلوال وژل شوي او سیمې تري پاکي شوې دي.
هغه دا هم وويل، چې تر دې مهاله د امنيتي ځواکونو يو سرتېری وژل شوی او ۵ نور ټپيان دي.