تازه خبرونه

په ننګرهار کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له دوه تنکیو ځوانانو سرونه پرې شوي دي.

 د اچین ولسوال عیسی خان ځواک وايي؛ دا دواړه تنکي ځوانان، چې عمرونه یې د پېنځلس او شپاړس  کالونو ترمنځ دي د اچین د مامندو اوسیدونکي دي، چې تېره ورځ ترې داعش په باندر سیمه کې حکومت ته د جاسوسۍ په تور سرونه پرې کړي دي.

هغه زیاتوي، وژل شوي ځوانان ملکي کسان دي او له حکومت سره یې هیڅ ډول اړیکه نه درلوده.

تراوسه داعش په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.

Trending

Exit mobile version