تازه خبرونه

په کونړ ولایت کې ۱۲ داعشیانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

چارواکو په ډاګه کړې، چې تېره شپه داعشیانو د کونړ ولایت د مرکز اسعد آباد  په شګۍ سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي، چې د پولیسو له بشپړ ټینګار سره مخ  شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په اړوند سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۸ داعش وسلوال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

سرچینې زیاته کړې، چې د دښمن یو شمېر مړي، دوه فیره راکت ویشتونکي، دوه میله کلاشینکوف او یو شمېر مهمات په سیمه کې پاتې دي.

ویل کیږي، چې په دې نښته کې دوه پولیس سرسري ټپیان شوي او سیمه ییزو خلکو ته هم زیان نه دی رسیدلی.

Trending

Exit mobile version