پرمختګ او بشپړتیا

په هېواد کې د څارویو د مصنوعي القاح ۴۰۰ مرکزونه جوړ شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ د ودې لپاره د څارویو نسلي پالنې ته د پام راړولو لپاره په هېواد کې د مصنوعي القاح لومړنی کنفرانس جوړ او په هېواد کې یې د مصنوعي القاح د مرکزونو له جوړولو خبر ورکړ.

د کرنې او مالدارۍ وزارت مرستیال عبدالقادر جواد یاد کنفرانس ته په خپلو خبرو کې وویل؛ مصنوعي القاح د نسل پالنې غوره او ډاډمنه لار ده، چې مالداران کولی شي د خپلو غواګانو نسل پرې  اصلاح او د غوښو او شیدو حاصل ډېر کړي.

د نوموړي په وینا؛ افغانستان یو کرنیز هېواد دی؛ خو هر کال له بهره د لبنیاتو په واردولو یو نیم میلیارد افغانۍ لګیږي.

د کرنې وزارت د مالدارۍ ريیس جهانگیر میاخېل وايي، چې په ټول هېواد کې د څارویو د مصنوعي القاح څلور سوه مرکزونه جوړ شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ناامني او د څارویو د نسلي پالنې مرکزونو ته د څارویو د لرونکیو نه لاسرسی هغه لاملونه دي، چې د کرنې او مالدارۍ وزارت د کار کړنې خنډ شوي دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت دا هم په ډاګه کړې، چې په افغانستان کې درې اعشاریه اووه میلیون غوایان او غواګانې شته، چې په سلو کې پنځوس یې شیدې لرونکې دي.

دغه کنفرانس په داسې حال کې جوړیږي، چې ککړې هوا، طبیعي پېښو او ناامنیو د ټول هېواد مالداران او کروندګر زیانمن کړي او له یوې سیمې بلې ته کډوال شوي دي.

Trending

Exit mobile version