تازه خبرونه

په لوګر کې د بهرنيو ځواکونو چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ناتو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت منلې، چې په لوګر ولايت کې د بهرنيو ځواکونو چورلکې د عملیاتو پر مهال بېړنۍ ناسته کړې ده.

د ناتو خبري ویبپاڼې په ډاګه کړې، چې دغه پېښه تېر ماښام( د لړم ۵) د لوګر ولایت په خروار ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

که څه هم د پېښې د جزئیاتو او زیانونو په اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو ناتو اعلام کړې، چې پېښه تر څېړنو او پلټنو لاندې نیول شوې او جزئیات به یې بیا اعلام شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته ادعا کړې، چې اوړمه شپه د دغه ولایت د خروار ولسوالۍ په بیګمه سيمه کې د بهرنیو ځواکونو چينوک چورلکه طالبانو ويشتې او را نسشکوره شوې، چې په کې سپاره کسان ټول وژل شوي دي.

خروار په لوګر کې يو له هغو ولسواليو ده، چې له ډېري مودې راپدیخوا د طالب وسلوالو تر بشپړ حاکميت لاندي ده.

Trending

Exit mobile version