تازه خبرونه

په ننګرهار کې ۳۵۴ ډلو لس ولسوالۍ له ګواښ سره مخ کړي- برمک

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ ته وویل، چې په ننګرهار کې درې سوه څلور پنځوس سخت دریځو ډلو د دغه ولایت لس ولسوالۍ له جدي امنیتي ګواښ سره مخ کړي دي.

د ولسي جرګې د کورني امنیت جرګه ګۍ د یکشنبې پر ورځ(د لړم ۷) د کورنیو چارو وزارت سرپرست په ننګرهار کې د وروستیو ناامنیو له کبله د پوښتنو لپاره بللی و.

 د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویس احمد برمک وايي، چې په ننګرهار کې پېنځه زره وسلوال په درې سوه څلور پنځوس سخت دریځو  ډلو کې هڅې کوي.

ده زیاته کړې، چې له ګواښونو او ناامنیو سره د مقابلې لپاره په ننګرهار کې د بهرنیو ځواکونو ملاتړ او همغږي دوه برابره شوې او دې کار امنیتي ځواکونو ته آسانتیاوې رامنځته کړې دي.

ښاغلی برمک وايي، چې دغو ډلو د ننګرهار ډېره خاوره نده نیولې او افغان ځواکونه یې پر ځپلو اخته دي.

د نوموړي د وینا له مخې پر ديورند کرښه بشپړه څارنه ستونزمنه ده؛ نو، ځکه وسلوال سخت دریځي له دغې کرښې آسانه افغانستان ته را اوړي.

ننګرهار پاکستان ته څيرمه پروت ولایت دی، چې د ديورند شاوخوا دوه سوه کیلومتره کرښه هم له دغه ولایت څخه تېره شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو درې اوونیو د ننګرهار ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش او طالبانو له نښتو په زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

خبریال: رفیع صدیقي

Trending

Exit mobile version