تازه خبرونه

په ننګرهار کې درې ځانمرګي بریدګر نیول شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په ننګرهار کې د رسنیو دفتر په ډاګه کړې ، چې درې ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکیو توکو سره نیول شوي، چې غوښتل یې په جلال آباد ښار کې موتر بم چاودنه او ډله ییز ځانمرګی برید وکړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ بریدګر د جلال آباد ښار په درېیمه ناحیه کې د ملي امنیت کارکوونکیو نیولي دي.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې نیول شوي کسان هر یو عبیدالله د کندهار، سید ابرار د لغمان او نصیب الله د کوټې  چمن اوسیدونکي دي.

د ننګرهار والي ګلاب منګل په دې تړاو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دې کسانو د برید پلان په پاکستان کې جوړ کړی و.

دغو کسانو غوښتل، چې کرولا ډوله موتر ته چاودنه ورکړي او بیا د ځانمرګو بریدګرو له لوري جګړه رامنځته شي؛ خو د ملي امنیت د کارکوونکیو له لوري له وخت مخکې ونیول شول.

د چارواکو په وینا؛ په کرولا موتر کې دغو وسلوالو ۱۵۰ کیلوګرامه باروت ځای پر ځای کړي وه.

په دې وروستیو کې وسلوالو په کابل، پکتیا، غزني او کندهار ولایتونو کې ډله ییز بریدونه وکړل، چې له ۵۰۰ ډېرو کسانو ته په کې مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د یادونې وړ ده، چې دغه کسان درې ورځې مخکې نیول شوي؛ خو د سې شنبې پر ورځ رسنیو ته پرې څرګندونې وړاندې شوې.

Trending

Exit mobile version