تازه خبرونه
په لوګر کې یو امریکایي سرتېری وژل شوی
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په افغانستان کې د پرتو امریکایي سرتېرو قومندان ومنله، چې په لوګر ولایت کې د دغه هېواد یو سرتېری وژل شوی دی.
په کابل کې د امریکایي ځواکونو قومندانۍ په ډاګه کړې، چې دغه سرتېری په لوګر ولایت کې د عملیاتو پر مهال ټپي شوی و.
امریکایي ځواکونو په دې اړه له جزئیاتو ورکولو ډډه کړې ده.
دغه سرتېری په داسې حال کې وژل کیږي، چې د طالبانو په وړاندې د دوی عملیات هم چټک شوي دي.
یوه اوونۍ وړاندې هم په لوګر کې یو امریکایي سرتېری د یوې چورلکې د بېړنۍ ناستې پر لامل وژل شوی و.
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي، چې د وسلوالو مخالفینو په وړاندې مبارزه کې به له ژمنې سره سم د افغان امنیتي ځواکونو ننګه کوي.