تازه خبرونه
په ننګرهار ولایت کې د داعش ۱۵ غړي بمبارد شوي
(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)
په ننګرهار ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د هوایي ځواکونو پر بمبارد د داعش ۱۵ غړي وژل شوي دي.
د ننګرهار والي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه بریدونه د بې پلوته الوتکې لخوا د شنبې شپې په وروستیو ساعتونو کې تر سره شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ بریدونه په مومند، چنار او څو نورو کلیو کې د داعش پر مرکزونو تر سره شوي، چې په کې د دغې ډلې ۱۵ کسان وژل شوي دي.
د ننګرهار چارواکو دا هم منلې، چې د دغو عملیاتو په بهیر کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی دی.
د یادونې ده، چې افغان ځواکونه له تېرو څو کلونو راپدیخوا د داعش په وړاندې هوایي بریدونه تر سره کوي او دا بهیر اوس هم روان دی.