تازه خبرونه

په هلمند کې د نشه یي توکو دوه ویشت فابریکې نړول شوی

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امنیتي مسولین وايي چې په تیرو څلورو ورځو کې په هلمند کې د نشه يي توکو د تولید دوه ویشت کارخونې په هوايي بریدونو کې نړول شوي دي.

په هلمند کې د نشه يي توکو د تولید په کارخونو د نړیوالو ځواکونو او افغان هوايي ځواک لخوا په ګډه درنه بمباري روانه ده. په لومړي سر کې د هلمند موسی کلا، دیشو، کجکي او واشیر ولسوالیو کې دغه بریدونه پیل شوي دي.

د ملي دفاع وزارت ویاند، دولت وزیري وویل: ” په دې عملیاتو کې نه یوازې د نشه یي توکو کارخانې لمنځه تللي، بلکې د دښمن مستحکم مورچلونه هم ویجاړ شوي او درنه مرګ ژوبله ورته ته وارد شوی دی.”

تر اوسه د نشه يي توکو په دوه ویشتو کارخونو پنځه شپیته هوايي بریدونه شوي دي.

له بلې خوا په فراه کې چارواکي وايي چې د دغه ولایت په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې دي، د نشه يي توکو د تولید لویې کارخونې شته چې د ویجاړولو غوښتنه یې کړې ده.

طاهر شاه غوري، د فراه ولایت له نشه يي توکو سره د مبارزې د پولیسو مدیر وویل: ” د مخدره موادو قاچاق کوونکي د فراه په هغو سیمو کې د دولت تر ولکې لاندې ندي، ژوند کوي لکه په پګوا ولسوالۍ او داسې نورو ځایونو کې.”

ویل کیږي چې وسلوال طالبان د نشه يي توکو له درکه میلیونو ډالر تر لاسه کوي او جګړه یې پرې توده ساتلې ده. ویل کیږي په افغانستان کې دوه سوه نهه زره هکتاره کوکنار کرل کیږي چې شپیته په سلو کې عواید یې د مافیا او وسلوالو ډلو جیبونو ته لویږي.

Trending

Exit mobile version