تازه خبرونه

په ننګرهار کې له یوې ترافیکي پېښې درې امریکایانو ته مرګ و ژوبله اوښتې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

امریکايي ځواکونو په ډاګه کړې، چې په ننگرهار کې د يوې ترافيکي پېښې له کبله يو امريکايي سرتېری وژل شوى او ٢ نورټپيان دي.

د خبرپاڼې له مخې ټپیان تر درملنې لاندې دي.

د امريکايي ځواکونو په خبرپاڼه کې د تلفاتو دقيق ځای او د پېښې د څرنګوالي په اړه معلومات نه دي ورکړشوي؛ خو څرګندوي، چې پېښه تېره ورځ په ننګرهار ولايت کې رامنځته شوې ده.

په افغانستان کې د ناتو او امريکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسون پر پېښه خواشينې ښکاره کړې او د وژل شوي پوځي کورنۍ ته يې ډاډګیرنه وړاندې کړې ده.

د ورکړشويو معلوماتو له مخې؛ په روان کال کې ۱۷ بهرني پوځيان وژل شوي، چې پېنځلس يې امريکايي عسکر دي.

Trending

Exit mobile version