تازه خبرونه

په هلمند کې ١٤ پولیس د طالبانو په کمین کې وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

په هلمند کې چارواکي وایي، چې د دې ولایت ١٤هغه پولیس او نامسوول وسلوال طالبانو وژلي، چې پخپل سر د قاچاق وړونکیو د نیولو په نيت دښتو ته وتلي وه.

د هلمند والي حیات الله حیات وايي؛ د لومړنیو معلوماتو له مخې، د وژل شویو کسانو ډېره برخه ملکي وګړي دي، چي د امنيتي سرتېرو په نامه د قاچاق وړونکیو د نيولو لپاره وتلي وه؛ خو د طالبانو له کمین سره مخ شوي دي .

د والي په وينا؛ په وژل شويو کي درې جسدونه، چي د دوی لاس ته ورغلي، دوه یې ملکي کسان او یو بل د پولیسو پخوانی غیرحاضر افسر دی.

نوموړی زیاتوي؛ یاد کسان د لښکرګاه د ریګو سیمې ته د قاچاق وړونکیو د نیولو په موخه وتلي وه.

د هلمند والي دا هم ویلي؛ پدې تړاو یې څېړنې روانې دي؛ خو معلومه نه ده، چي د دې تر شاه د چا لاس دی.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي رسنیو ته په استول شوي پيغام کي ویلي، چي د هلمند اړوند يو شمېر دولتي عسکر د کندهار میوند ولسوالۍ ته نږدې ريګو سيمه کې وژل شوي وسلي، مهمات او موتر ترې هم ونیول شول.

د یادونې وړ ده، چې امنیتي ادارې د وژل شویو پولیسو په اړه هيڅ معالومات نه لري.

خبریال: بريالي رحيمي

Trending

Exit mobile version