تازه خبرونه

په ننګرهار کې د افغان سرتېرو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ملي اردو قومندان وايي، د ننګرهار په خوږیاڼيو کې د افغان سرتېرو او داعش ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي، چې په کې د داعش یو دېرش جنګیالي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

جګړن حقیق الله ولې زاده وایي، د خوږیاڼو وزیر سیمه د اووه ورځو راهیسې د افغان سرتېرو او د داعش جنګیالیو ترمنځ د جګړې لومړۍ کرښه ده.

د دوی په وینا؛ داعش د ملکي وګړیو د کورنو په دیوالونو کې تیرکشونه ویستي، چې سرتېرو ته یې سرخوګی جوړ کړی دی.

د خوږیاڼیو ولسوالۍ امنیه قومندان سمونمل  سیدنورآغا سادات وایي، د سیمې ښوونځي، کلینیکونه اومدرسي هم د سنګر په توګه کاروي او د جوماتو له لوډسپیکرونو د بریا چغې وهي.

د داعش د ماتولو په دې عملیاتو کې د ټولو امنیتي بنسټونو سرتېرو برخه اخیستې؛ خو مشري یې  ملی اردو کوي.

د ۲۰۱سیلاب قل اردو څلورمې پلې لیوا قومندان برید جنران محمد نسیم سنګین وايي، تراوسه د داعش ۳۱ جنګیالي وژل شوي او ۳۵ نورټپيان دي، چې د ځینو جسدونه هم پاتې دي.

د وزیرو د پیره خېل استوګن ګل ارام   وایي، میاشت وړاندې په دې سیمه کې د طالب او داعش ترمنځ نښتې وشوې. د هغې او دې نښتواصلي قربانیان ملکي وګړي دي.

مسوولین وايي، د داعش د جنګیالیو له خوا په لارو کې ماینونو او له مذهبي، ملکي او عامه ځایونو څخه د سنګر په توګه د دوی کاراخیستنې د عملیاتو د پرمختګ مخه ډب کړې. تراوسه پېنځلس سرتېري هم په دې عملیاتو کې مړه اوژوبل شوي او یو شمېر سیمې سرتېرو نیولي دي.

داعش تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.  

خبریال: رحمت الله زیارمل

Trending

Exit mobile version