تازه خبرونه

په هېواد کې سیاسي بي ثباتي اقتصادي فعالیتونه ټکني کوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د سوداګرۍ  خونې مسوولین وايي؛ په هېواد کې سیاسي بي ثباتي اقتصادي فعالیتونه ټکني کوي او د پانګې وتلو لامل به هم شي.

د سوداګري خونه وایي؛ ولسمشر پخپله په دې هڅه کې دی، چې خصوصي سکتوراو اقتصادي پراختیاته زمینه برابره کړي؛ خو زور واکو چور پیل کړی دی.

د سوداګرۍ خونې مرستیال خانجان الکوزي په کابل کې د یو خبري ناستي پرمهال وویل: د ملي وحدت حکومت په رامنځته کیدو نږدې یونیم میلیارد دالرو پر ارزښت پانګو جذب شوې وه؛ خو د سیاسي بی ثباتیو له کبله خلک اوس له ستونزوسره مخ دي او د پانګونې بهیر پڅ شوی دی.

دی زیاتوي، ولسمشر په یوازې ځان له مفسدینوسره مبارزه پیل کړې باید ځانګړی(خصوصي) سکتورهم  له دولت سره همکارشي.

خانجان الکوزی وایي،  زور واکان د خپلو نامشروع ګټو د ساتنې لپاره کله په یو ځای او کله بل ځای کې غوندې کوي، چې له کبله یې نږدې ۳۰۰ پانګوالو هڅي پیل کړي، چې خپلې پانګې وباسي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د کورنیوچارو وزارت له خوا وېشل شوې وسلې د سوداګرو په وړاندې تر ټولو ستر ګواښ دي.

هغه په دې اړه زیاتوي؛ د کورنیو چارو وزارت لخوا وېښل شویو وسلو حکومت کمزوری کړی؛ هغه شمېرې، چې سوداګر يي تهدیدول له څارنې وروسته څرګنده شوې، چې له یوه مهم امنیتي ارګان سره یی تړاو درلوده .

هغه دا هم ویلي؛ څومره، چې حکومت پانګوالو ته ستونزي جوړوي مخالفین يي نه را جوړوي.

ملي سوداګر، چې په افغانستان کې د پانګونې پر فرصتونو خبري کولې وايي،  یوه ځانګړې اجندا جوړه شوې، چې ولسمشر ته به یې وړاندې کړي.

د شويو ادعا وو په اړه تر دې دمه کورنیو چار وزارت څه نه دي ویلي.

خبریال: اسلم حجاب

Trending

Exit mobile version